دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د حسینې رژیم به په خپلې بې طرفۍ سره، د کافرې اشغالګرې (فرانسې) دریځ غوره کړي
بسم الله الرحمن الرحيم
د حسینې رژیم به په خپلې بې طرفۍ سره، د کافرې اشغالګرې (فرانسې) دریځ غوره کړي

خبر

د بنګله دېش په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې وویل؛ چې د بنګله دېش رژیم به د هغو ستونزو په اړه چې فرانسه ورسره مخ ده، بې طرفه پاتې شي. د فرانسې د ولسمشر له خوا د اسلام  دین په اړه بحث، به د دولت له خوا محکوم نه شي او د فرانسې ضد لاریونونه به هم کنټرول کړي. د چهار شنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت چارواکو وویل:  «د فرانسې د سفارت امنیت به ـد دې لپاره چې فرانسه د ډاکې لپاره یو بین المللي مکتب او دوست هېواد دی ـلا ټینګ کړي او په بنګله دېش کې به د فرانسوي اوسېدونکو امنیت ته هم پاملرنه زیاته کړي.» منبع: (Bangla Tribune, Wednesday, October 28, 2020)

دا په داسې حال کې ده، چې د ډاکې پولیسو وویل: «په بنګله دېش کې د فرانسې پر ضد چې زموږ د ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم کارتونونه یې خپاره کړي وو، لاریونونه روان دي. تر اوسه له ۵۰زرو څخه زیاتو خلکو د بنګله دېش په مرکز کې د فرانسې ضد لاریونونو کې برخه اخیستې ده، دا ځکه چې امانول ماکرون په عام ډول د ګران پیغمبرصلی الله علیه وسلم د کارتون خپرولو ته اجازه ورکړه. لاریون کوونکي غواړي چې په ډاکه کې د فرانسې سفارت ته ځانونه ورسوي.» منبع: (Al Jazeera, November 2, 2020).

د حسینې دغه بې مانا او بې ارزښته (الرویبضه) رژیم نه شي کولای د فرانسې د ولسمشر دغه ناروا کارـ چې زموږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم او اسلام ته یې سپکاوی کړی او ټول اسلامي امت یې پروړاندې راپورته شوی ـ  پټ کړي. د لاریونونو له پیل څخه تر اوسه پورې حسینه صاحبه د ماکرون په دغو نفرت لرونکو خبرو باندې چپ پاتې ده. بالاخره حسینې مسلمانانو ته اجازه ورکړه تر څو خپله پاکه او مقدسه عقیده ورته ښکاره کړي. نوموړې نه شو کولای چې په اسلامي خاوروکې د فرانسې د ولسمشر له خبرو څخه دفاع وکړي، ځکه نوموړي په ښکاره سره اسلام او مسلمانانو ته سپکاوی کړی و. د دې پر اساس ماکرون غوښتل چې راتلونکي انتخابات له اسلام او مسلمانانو سره په نفرت ښکاره کولو سره وګټي، همدارنګه حسینې هم غوښتل چې د فرانسې د ولسمشر ماکرون له خوا د اسلام ضد خبرو پر وړاندې چپ پاتې کېدلو سره په واک کې پاتې شي، خو الله سبحانه وتعالی په قران کریم کې فرمایلي دي:

﴿لَا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ﴾[المجادله: ۱۲]

ژباړه: هېڅ داسې قوم به تاسې ونه وینئ چې په ریښتیا، پر الله سبحانه وتعالی باندې اېمان او باور ولري، خو بیا هم له کفارو سره دوستي وکړي.

حسینه کولای شي چې د پاکستان سفیر د نوموړې پلار ته د سپکاوي له امله احضار کړي او د یوه پروفیسور قرارداد د دې له امله فسخ کړي، چې نوموړې ته یې بې احترامي کړې وه. خو د دې حوصله بیا نه لري چې د هغو لاریون کوونکو له خولې یوه خبره هم واوري؛ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د کفارو له خوا د سپکاوي پروړاندې  یې کوي. که څه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم په ښکاره ډول فرمایلي دي:

«لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَلَدِهِ وَوَالِدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ» (رواه مسلم)

ژباړه: له تاسو څخه به یو هم تر هغه وخت مومن نه شي، چې خپل پيغمبر له خپل ځان، اولاد، مور او پلار او نورو خلکو څخه ورته ګران نه وي.

د حسینې محترمې په چپ پاتې کېدو او له مسلمانانو په نه ملاتړ سره، د یادې محترمې رژیم په ښکاره د اسلام، مسلمانانو او رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې  دښمني اعلان کړه. اوس به دا یوازې زموږ د مټو زور او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ریښتینې مینه وي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه د خلافت بیا تاسیس لپاره هڅې وکړو. دغه راز د خلافت په بیا تاسیس سره به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سپکاوی د تل لپاره ودرول شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عمادالامین

د حزب التحریر ولایه ـ بنګله دېش مطبوعاتي دفتر غړی

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې